انصار: ( د لیندی۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی رژیم په رسمیت پېژندلی دی.
نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانېستي دي.
ستانکزي د نورو هېوادونو د سفارتونو په اړه ویلي چې اکثره په قطر کې فعال دي او له هغه ځایه دوی سره اړیکې ساتي.
هغه په دې تړاو چې په واقعي مانا د رسمیت پېژندلو لپاره د دوی رژیم څه پروګرام لري کنه، څه نه دي ویلي.
څه موده مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه استازي فریدون سینرلي اوغلو د افغانستان د قضیې د حل لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل وړاندیزونه واستول چې پکې د طالبانو رژیم سره پر تعامل او همکارۍ د ټینګار تر څنګ د دوی ځینې لاسته راوړنې ستایل شوې وې او د رسمیت پېژندلو لپاره یې شرطونه اېښودل شوي وو.
په دغو شرطونو کې د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، د ښځو او نورو خلکو د حقونو تامین، د بین الافغاني مذاکراتو پيل او یو شمېر نور ټکي شامل وو. ښاغلي اوغلو د دغو هڅو د انسجام لپاره د تماس د یوه ادرس پر رامنځته کیدو هم ټینګار درلود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي که څه هم په ښکاره یادې طرحې ته غبرګون نه و ښودلی، خو په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازیتوب د دفتر( یوناما) له مشرې سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې د افغانستان اړوند ټولې خبرې باید دوی سره وشي او نور موازي ادرسونه فعال نه شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28726